Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوېديځه حوزه کې د سینې سرطان د ناروغانو په شمېر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د سرطان د کنټرول مرکز په دغې حوزه کې د سرطان ناروغۍ له ۴۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

په تېر یو کال کې د سینې په سرطان څه باندې زرو اخته ښځو د لوېدیځې حوزې د سرطان کنټرول مرکز ته مراجعه کړې ده.

د شمېرو پر بنسټ، سږکال په لوېدیځ زون کې د سرطاني ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله څلوېښت سلنه زیات شوی دی.

د لوېدیځ حوزې د سرطان د کنټرول پروګرام مسوول فاروق احمد صدیقي وايي:«په ښځو کې د سینې سرطان هغه سرطان دی چې تر ډېره یې موږ ته مراجعه کړې ده. لکه څرنګه مې چې وویل له بده مرغه د هغوی د پوهاوي کچه ډېره ټیټه ده.»

د ډاکټرانو په وینا، څه باندې ۷۰ سلنه دغه ناروغان روغتون ته په وخت د نه مراجعې له امله، خپل ژوند بایللی دی.

۴۸ کلنه ضیا ګل له درییو کلونو راهیسې د سینې په سرطان اخته شوې ده. دا څلوېښت ورځې مخکې د هرات حوزوي روغتون د سرطان د کنټرول په مرکز کې عملیات شوې او هره ورځ یې کیمیاوي درملنه کېږي.

له عملیات وروسته، د هغې روغتیایي حالت ښه شوی دی:«همدلته ډاکټر صاحبانو وویل چې همدلته یې عملیات کوو. ۴۰ ورځې کېږي چې عملیات مې کړی، اوس ښه شوې یم.»

ډېری دغه ناروغې ښځې، کلیوالې دي او له بې وزلۍ کړېږي. دغه ښځې وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د ځان د درملنې وس نه لري.

ناروغه نګار د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«پاکستان ته د تګ وس نه‌لرو. همدلته راځوو، له یوه او بل پور اخلو چې د ډاکټر او درملو پیسې وشي.»

ناروغ لرونکې فاطمه هم څرګندوي:«ډاکټر صاحبان یوځل وايي چې عملیات کېږې. که‌چېرې دلته یې په وړیا عملیات وکړ خو ښه، که ونه شو کور ته ځم.»

ډاکټران وايي چې د سینې سرطان اړوند د ښځو نه پوهاوی او د کورنیو بې غوري، د دې ناروغۍ د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی دی.

ډاکټر بشیر احمد سعادت وویل:«په وخت مرجع ته نه راځي چې هغوی تشخیص شي او درملنه یې وشي.»

د لوېدیځې حوزې د سرطان د کنټرول مرکز د شمېرو پر بنسټ، په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۲ زره سرطاني ناروغانو دغه مرکز ته مراجعه کړې ده چې له دې ډلې څه باندې نیمه برخه یې ښځې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه