Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د طبي شورا د وروستۍ او د عامې روغتیا د ماسټرۍ ازموینې ترسراوی

د ازموینو ملي ادارې د طبي شورا د وروستۍ (ایکزیټ) او د کابل طبي پوهنتون د عامې روغتیا د ماسټرۍ پروګرام د ازموینې له ترسراوي خبر ورکړی دی.

د دې ادارې سرپرست د دغې ازموینې د اخیستنې بهیر د روڼتیا ډاډ ورکړی دی او ټينګار یې کړی دی، چې افغانستان په طبي برخه کې د سیمې له نورو هېوادونه وروسته پاتې دی.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي:«موږ په دې میدان کې (د روغتیا په برخه کې) کمزوري یوو او ډېر کار را ته په کار دی، لکه څرنګه چې وړاندې محترمینو د دې یادونه وکړه، موږ شاته پاتې یوو، د صحت په دنیا کې چې موږ نورو هېوادونو سره ځان مقایسه کړ موږ ډېر شاته پاتې یوو.»

دې ازموینې هېڅ ښځینه ګډونواله نه‌لرله او ټول ګډونوال یې نارینه وو؛ خو د طبي شورا عمومي رییس وایي، چې د ښځو لپاره د مشخصې کړنلارې د نشتوالي له امله د هغوی ازموینه ځنډول شوې ده او له هغوی د ازموینې د اخیستې نوی کړنلاره د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوې ده.

د افغانستان د طبي شورا عمومي رییس ګل محمد عثمان په دې هکله څرګندوي:«له بده مرغه موږ هم نه‌درولودی، په نورو موسساتو کې په عامې روغتیا وزارت او لوړو زده‌کړو وزارت او ملي ازموینو ادارې هم داسې یو مشخص طرزالعمل نه‌وو جوړ شوی چې هغه تایید شوی وه چې او پر هغه اساس موږ وکولای شو چې له ښځينه‌وو څخه امتحان واخلو.»

د ازموینو د ملي ادارې ویاند وایي، چې د طبي شورا د ازموینې نوماندان چې شمېر یې ۳ زره او ۳۰۰ تنو ته رسېږي، باید د بریالیتوب لپاره ۲۱۶ نومرې ترلاسه کړي او د ماسټرۍ د پروګرام د نږدې ۶۰۰ نوماندانو له ډلې به دېرش تنه بل پړاو ته لار ومومي.

د ازموینو د ملي ادارې ویاند ضیا‌ءالله هاشمي وايي:«۳ زره او ۳۰۰ شاخوا ګډونوال دا د افغانستان د طبي شورا د ایګزیټ ازموینه وه، چې په دې کې به هغه کس کامیابېږي چې ۲۱۶د خپلو د پښتنو کتابچه ۶۰ سلنه حل کړي. چې کابو ۲۱۶ نومرې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ازموینو د ملي ادارې له لوري په اخېستل شویو لسو ازموینو کې یوازې نارینه وو ګډون درلود او نجونو او ښځې په‌کې برخه نه لرله.

عبدالباقي حقاني د دغې ازموینې د اخیستنې بهیر د روڼتیا ډاډ ورکړی دی او ټينګار یې کړی دی، چې افغانستان په طبي برخه کې د سیمې له نورو هېوادونه وروسته پاتې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه