Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راستانه شویو کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو بهیر

تورخم کې روغتياپالان وايي، له پاکستانه د بېرته راستانه شويو څه کم دوه زره ناروغو کډوالو درملنه شوې ده.

د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو سل بستريز نظامي روغتون د پولي کلينيک امر، صلاح الدین ایوبي: «دلته په دې ناروغانو کې ماشومان دي، ښځې دي او  سړي دي. جراحي ناروغان هم شته پکې او اکثر ناروغان د درملنې وړ نه دي او هغه موږ مرکز یا صحت عامې ته استوو. موږ تر دې دمه د ۱۱ سوه او ۱۲ کسانو درملنه کړې او لا یې هم کوو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، خليل الرحمن حقاني په دې اړه و ویل: «تېره ورځ د ۵۰۰ کسانو لومړنۍ درملنه شوې ده، د هغو ناروغانو چې درملنه دلته نه کېده موږ د ننګرهار مرکزي روغتون ته استولي دي.»

شفيع الله چې ٣٢ کاله عمر لري او تازه له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راستون شوى له سختې ناروغۍ کړیږي طلوع نیوز ته و ویل: «نه یوازې چې دلته په دغه بخش کې د نارغانو درملنه کیږي بلکې تر خوراکي توکو او خیمو پورې چې څومره د دوی په وس پوره وي موږ سره مرسته کوي.»

د تورخم په لنډمهالي روغتیایي مرکز کې د ګڼو نورو ناروغانو درملنه هم روانه ده چې له شته خدمتونو خوښ دي.

دوی له مرستندويه بنسټونو غواړي چې د دوى روغتيايي وضعيت ته لا ډېر پام وکړي.

له پاکستانه راستانه شوي ناروغ کډوال، ادم خان و ویل: «روغتیا وزات دې دلته ټیمونه زیات کړي، تاسې ګوری چې دلته د ناروغانو وضعیت نازک دی، څومره چې زر کولی شي روغتیايي ټمیونه دې زیات کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسيون د روغتيا په ګډون له پاکستانه د بېرته راستانه شويو کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې دولس کمېټې جوړې کړي څو ستونزو ته يې رسيدنه وکړي.

له پآکستانه تازه راستانه شوي کډوال له مرستندويه بنسټونو غواړي چې د دوى روغتيايي وضعيت ته لا ډېر پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه