Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا نړۍوال سازمان: یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ رنځیږي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د یاد سازمان د رییس په وینا یاد سازمان په افغانستان کې د ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ډاکټران هم مني چې په هېواد کې د خوارځواکۍ ګراف پورته تللی دی.

محفوظه هغه مور ده چې په خوارځواکۍ خپل اخته شپږ میاشتنی زوی له کاپیسا کابل ته راوړی دی.

محفوظې د طلوع نیوز خبریالې ته و ویل: «روغتیایي وضعیت یې ښه نه وو او ډاکټرانو راته وویل چې صحت طفل روغتون ته یې راولم چې یا به د ګردې یا د سږو ستونزه لري خو چې دلته مې راوست راته یې وویل چې خوارځواکی دی.»

د بل ناروغ مور، مسکا و ویل: «زموږ اقتصادي کمزوری دی ځکه خو زما ماشوم خوراځواکی شو، موږ نشو کولی چې ښه خوراک وکړو او ښې جامې واغوندو.»

د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د تېرو کلونو پر تله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او اوس هره ورځ له شلو تر ۲۵ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته وروړل کېږي.

اندراګاندي روغتون کې نرسې، فاطمي و ویل: «د نورو کلونو په پرتله د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات شوی دی، په ځانګړې توګه به اوړي کې یې شمېر زیات وي خو اوس چې ژمۍ دی شمېر یې یو څه کم شوی دی. د ورځې تر شلو ناروغان اوس هم راځي.»

دغه روغتون کې پر دنده ډاکټر، عبدالغفور رسولي و ویل: «د دې لپاره چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته نه شي، مور او پلار باید د ماشومانو ترمنځ واټن مراعت کړي، پاکوالی مراعت کړي او زموږ ټولنه کې باید بیوزلي پای ته ورسیږي.»

له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، دمګړۍ د افغانستان ۳۰ سلنه خلک د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ دي او دغه سازمان د یادو ماشومانو د درملنې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړۍوال سازمان رييس، تډروس ادهانوم گبرسیوس لیکلي، «نږدې یو میلیون ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي او ۲ اعشاریه ۳ میلیونه نور ماشومان د منځنۍ کچې خوارځواکۍ له امله رنځېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان د خوارځواکۍ له امله د میندو او ماشومانو له مړینې د مخینوي لپاره له روغتونونو د ملاتړ او ورته د درملو د برابرولو په موخه ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.»

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست د مالوماتو لمخې، د روان هجري- لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸۹۶ زره ماشومانو او شاوخوا ۴۴۴ زره شېدې ورکوونکو او امینداوره میندو د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه