Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'دهېواد په ختیځ کې له۱۰کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کېږي'

د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د روان زیږدیز کال په لړ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین وروستی کمپاین پېل شو.

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه کمپاین کې به په ختیځو ولایتونو کې د ډسمبر پر ۲۳مې نېټې و په نورو ولایتو کېد ډسمبر پر ۲۵مې ڼېټې پېل شوی کابو ۹ مېلیونه ماشومان به واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې په دغه کمپاین چې د هېواد ولایتونو په ۴۲ ولسوالیو کې له لسو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل طلوع‌نیوز ته وايي:«البته د هېواد په ختیځه حوزه کې چې په ۲۴ ولسوالیو کې دغه کمپاین د ډسمبر په ۲۳مه نېټه پېل شوی او د ډسمبر تر ۲۹ مې پورې به دوام پیدا کړي. موخه مو دا ده چې موږ وکړای شو په ختیځه حوزه کې او د هېواد په نورو ولایتونو کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړو. د ځينو احتیاطي تدابیرو له کبله هلته مو واکسین شپږ ورځينی کړی هم دی او د دې ترڅنګه مو له ۱۰ کالو څخه د کم عمره ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی دی.»

ډاکټر روحید هم په دې هکله وايي:«ډېر خوندیتوب لري د دې لپاره چې د ماشوم په بدن کې انټي باډي تولیدېږي او نه پرېږدي چې دغه پولیو بدن ته ننوځي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د پولیو د برخې کارکوونکي په کابل کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق لپاره کور په کور ګرځي. 

واکسیناتوره مهناز طلوع‌نیوز ته وايي:«له بېلابېلو غبرګونو سره مخ کېږو، ځينې ردوي او ځينې بیا بد چلند کوي؛ خو له خپلو ګرانو خلکو په مهربانۍ دا هیله لرو چې په دغې برخه کې جدي وي، د پولیو د واکسین لپاره خپل ماشومان راولي.»

واکسیناتور سعید روح الله ابراهیمي هم څرګندوي:«له پاکستانه افغانستان ته کډوال هم د راتګ په حال کې دي، نو افغانان په خطر کې دي. له ټولو محترمو کورنیو هیله کوو چې د پولیو واکسین ته ارزښت ورکړي.»

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په‌کې له‌منځه نه‌ده تللې.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زیږدیز کال له پېلېدو راهیسې په ننګرهار  ولایت کې د دغې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه