Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېره یوه میاشت کې په تنفسي ناروغیو د څه باندې یو مېلیون تنو اخته کېدل

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه پر ساه لنډۍ یا تنفسي ناروغیو اخته یو مېلیون او ۸۰ زره ناروغانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، که څه هم په تنفسي ناروغیو کې د مړینې کچه ۷۰ سلنه راټيټه شوې؛ خو په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر زیږدیز کال پرتله زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې هکله وايي:«د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت کې له موږ سره د یو مېلیون او ۸۰ زره په شاوخوا کې هغو ناروغانو مراجعه کړې چې هغوی د تنفسي سیسټم اړوند ناروغیو څخه شکایت درلود.»

ولي محمد چې د سالنډۍ یا پر تنفسي ناروغۍ اخته شوی او له جلال اباده کابل ته راغلی د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«ساه مې لنډه لنډه کېږي، وضعیت مې ډېر خراب دی، اوس له اکسیجن څخه استفاده کوم.»
  
د ولي محمد زوی نور محمد د خپل پلار د ناروغۍ په هکله وویل:«۱۵ ورځې کېږې چې په دغه روغتون کې دی. یوه یا دوه ورځې کېږي چې د سږو مکروب یې ختم شوی. مخې کې به یې ساه ډېره لنډه لنډه کېده، اوس ښه شوی دی.»

ډاکټر عبدالواحد صدیقي طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د خپل چاپېریال ساتنې په برخه کې ډېر هڅان وي؛ ځکه که‌چېرې موږ د هوا ککړتیا کنټرول نه‌کړو، تنفسي ناروغۍ لومړی موږ په خپله او وروسته زموږ کورنۍ پرې اخته کوي چې ډېر ګران به پرېوځي.»

له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره په هېواد کې د تنفسي ناروغیو له زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د تنفسي ناروغیو نږدې ۸۴ زره شدیدې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي:«د جنورۍ له لومړۍ د روانې میاشتې تر ۲۷مه، د شدیدو تنفسي ناروغیو ۱۶۰ زره او ۷۵۶ پېښې ثبت شوې دي چې له منځه یې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۸۳ کسان مړه شوي دي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې، په ټول هېواد کې په تنفسي ناروغیو اخته ۸ مېلیونو کسانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه