Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د پولیو د واکسین د دویم کمپاین پېل

په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین په دوام، د روان زیږدیز کال دویم کمپاین نن (دوشنبې، د کب په ۷مه) په ۲۱ ولایتونو کې پېل شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په دغه کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي، په پام کې ده چې څه باندې ۷ اعشاریه ۶ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«په دغه کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ۲۱ ولایتونو کې به اوه اعشاریه شپږ مېلیونه ماشومان واکسین شي، زموږ موخه دا ده چې په هېواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوی وکړو.»

یو شمېر ډاکټران وايي، د ګوزڼ ضد واکسینو ترڅنګ نورې لارې چارې هم شته چې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې ګټورې تمامېدای شي.

ډاکټر فریدالله عمري په دې هکله څرګندوي:«هغه ماشومان چې له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راځي، باید واکسین شي چې د دغې خطرناکې ناروغۍ له شره په امان کې وي او د دې سربېره، هڅه وکړو چې خپل شخصي نظافت مراعات کړو.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې په بشپړه توګه د پولیو ویروس د له‌منځه وړلو په موخه باید جدي هڅه وکړي.

د کابل اوسېدونکی عزت‌الله په دې هکله څرګندوي:«په دې برخه کې باید ډېر کار وشي. د عامې روغتیا وزارت باید ډېره پاملرنه ولري چې زموږ هېواد هم له دغې ستونزې وژغورل شي.»

د روانې زیږدیزې میاشتې په دویېمه اونۍ کې په کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ازماېښت مرکز هم پرانیستل شو او د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې هڅه روانه ده چې، د روان زیږدیز کال تر پایه دغه ناروغي په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه یوړلی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه