Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روان زیږدیز کال کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین د لومړني کمپاین پېل

په روان زیږدیز کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسیناسیون لومړنی کمپاین نن (دوشنبې، د سلواغې په ۹مه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې پېل شو.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره ترسره کېږي او په لړ کې به یې ۷٫۵ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله وايي:«په دغه کمپاین کې به د ۷٫۵ مېلیونو په شاو خوا کې به ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي، د پولیو په دغه کمپاین کې زموږ موخه له پنځه کاله څخه د کم عمره ماشومان دي چې هغوی ته به ان‌شاالله د پولیو واکسین تطبیق کېږي. په ۲۰۲۳ کال کې له موږ سره په ټول هېواد کې د پولیو یوازې شپږ مثبتې پېښې وې.»

ډاکټر مجتبی صوفي د پولیو د کمپاین د اهمیت په هکله وايي:«دولت په ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او په د ښار او کلیو په بېلابېلو برخو کې د خلکو د پوهاوي لپاره له تبلیغاتي بنرونو څخه استفاده وکړي، ټلوېزیوني خپرونې ولري او د راډیوګانو او ټلوېزیونونو له لارې ډرامې ولري.»

ورته مهال عالم چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین په برخه کې کار کوي، له خلکو غواړي چې له هغوی سره همکاري وکړي هغه د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«کله چې موږ راځوو او واکسین کوو، کورنۍ باید خپل ماشومان راوباسي او واکسین یې کړي چې خدای مه‌کړه ماشوم یې فلج نه‌شي.»

افغانستان تېر زیږدیز کال د ماشومانو د ګوزڼ د شپږو مثبتو پېښو شاهد و.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې اوس هم په‌کې د پولیو مثبتې پېښې ثبتېږي او دغه ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له منځه نه‌ده تللې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه