Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخي: ایران کې لس تنه هېوادوال د کرونا ویروس له امله مړه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې لس تنه هېوادوال په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

سید حسین عالمي بلخي چې نن (یکشنبې، د کب په ۲۵مه) د عامې روغتیا له وزیر او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د کورنا ویروس د خپرېدو په تړاو، ولسي جرګې ته رابلل شوي وو، ټینګار وکړ چې د ورځې کابو ۱۵ زره هېوادوال له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.

ښاغلي عالمي په دې اړه وویل:«ډېری پېښې چې خبر رسونه او اطلاع رسونه یې نه کېږي، خو موږ تراوسه هغه کسان چې توانېدلي یوو تشخیص کړو مشخصاً کابو لس تنه په ایران کې د کرونا له امله مړه شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳زره او ۹۰۰ زره او ۳۸ تنو ته رسېدلی او ۷۲۴ تنه نور یې مړه شوي دي.

په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پراختیا سره، دا اندېښنه یې رامنځته کړې ده، شونې ده چې افغان کډوال له دغه هېواده راستنېږي، له ځان سره ویروس ولېږدوي.

تراوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پر دغه ویروس ډېری اخته کسانو ایران ته سفر درلود. ډېری اخته کسان - لس تنه - په هرات ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په دې اړه وویل:«هرات کې چې هر څومره مالي امکاناتو ته اړتیا وي موږ په خدمت کې یوو هېڅ ډول سپما به ونه کړو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري وايي چې ځینې هېوادونه، له کرونا سره د مبارزې لپاره مرستې ته چمتو دي له هغې ډلې عربي متحده امارات.

له دې مخکې هېواد کې ټول سپورټي بنسټونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سپورټي فعالیتونه لغوه کړل.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي تابیاوې ونیسي.

د ولسي جرګې غړی ضیا الدین ضیا په دې اړه وايي:«د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص لپاره هېڅ اله نشته.»

له دې ټولو سره د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم وویل چې ځينې کنکوسې خپرې شوي چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم کرونا ویروس نیولي دي او باید ملي شورا رخصت شي:«موږ د ملت د کور په هکله مسوولیت لرو؛ زموږ وکیل صاحبان لږ تر لږه دوه درې اوونۍ ځانونه قرنطین کړي.»

خو د ولسي جرګې ځينې نور غړي، د ملي شورا رخصېدل د هېواد په ګټه نه ګڼي.

د ولسي جرګې غړی عبدالولي نیازی څرګندوي:«د عامې روغتیا وزیر وايي چې روغتون جوړ شوی، خو د هرات استازي وايي چې هېڅ روغتون نه دی جوړ شوی، ایا موږ مکلف نه یوو چې دغه څيزونه وڅېړو؟ یا ولاړ شو ځانونه په کورونو کې بندیان کړو.»

په پای کې د ولسي جرګې غړو پرېکړه وکړه چې د ملي شورا کار ونه درول شي.   

گسترش شیوع ویروس کرونا در ایران، این نگرانی را به جود آورده‌است که امکان دارد مهاجران افغان که از این کشور بر می‌گردند، این ویروس با را خود انتقال دهند.

شریک یي کړئ