Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کرونا سره د مبارزې په هکله د سارک سازمان د مشرانو خبرې اترې

د سوېلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو (سارک) سازمان ځینو غړو هېوادونو مشرانو نن (یکشنبې، د کب په ۲۵مه) له کرونا ویروس له ډېرې خپرېدا سره د مبارزې په هکله یوه وېډیويي کنفرانس جوړ کړ.

د افغانستان ولسمشر، د هند لومړي وزیر، د بوتان لومړي وزیر، د بنګله دېش لومړي وزیر، د پاکستان د روغتیا وزیر او د سریلانکا مشر په دغه وېډیويي کنفرانس کې برخه لرله.

ولسمشر غني په دغې کنفرانس کې وویل چې له ایران سره د پولو پرانیستو، کرونا ویروس افغانستان زیانمن کړی دی:«زموږ زیانمني د پولو پرانیستل دي. موږ له دې سره پرانیستې پولې لرو - هغه هېواد چې د کرونا یو له اصلي مرکزونو دی - او دا لړۍ نه شو درولای.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پربنسټ، د ورځې کابو ۱۵ زره افغان وګړي له ایرانه هېواد ته راستنېږي.

ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې له کووېډ نولس سره د مبارزې لپاره پنځه وړاندیزونه مطرح کړل؛ د سارک کاري ډلې رامنځته کېدل، له لیرې لارې له کرونا سره د مبارې لپاره د ګډ چوکاټ رامنځته کول، له لیرې لارې روزنه، له کرونا سره د مبارزې لپاره د هڅو همغږي او په دې اړه د سارک او شانګهای سازمان ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم په دغې وېډیويي کنفرانس کې وویل چې هېواد یې له کووېډ نولس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره کابو، لس مېلیونه ډالره ځانګړي کړې دي:«دا څرګنده ده چې موږ باید له یو بل سره کار وکړو. موږ یوځای کولای شو چې په سمه بڼه ځواب ورکړو نه په جلا توګه. همکاري د سر ورکۍ په مانا نه دی، چمتووالی د وېرې رامنځته کولو په مانا نه دي.» 

کرونا ویروس، دم ګړۍ په یوې نړیوالې ننګونې بدل شوی؛ تراوسه څه باندې پنځه زره تنه یې وژلي او څه باندې سل زره تنه په دغه ویروس ککړ دي.

له دې ډلې، دوه تنه تراوسه په هند کې د دغه ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي او په افغانستان کې هم په دغه ویروس ۱۶ تنه اخته دي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه