Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کېټونو نشتون د کورونا د ازموینې چارې په ټپه درولي

له درې ورځو راهیسې په هرات کې د کورونا ویروس د تشخیص ازموینځایونه د کېټونو د نشتون له امله غیرفعال دي. 

په داسې حال کې چې له کابل وروسته هرات ولایت پر کورونا ویروس د اخته او د دغه ویروس له امله د مړو لوړ شمېر لري. په تېرو درېیو ورځو کې د کورونا ویروس د هېڅ شکمن کس معاینه نه ده شوې.

بلخوا د هرات د عامې روغتیا ریاست هم وايي چې په درې وروستیو ورځو کې د کورونا ویروس هېڅ بېلګه نه ده ازمویل شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی په دې اړه څرګندوي:«د تشخیصه کېټونو د نشتون له امله، له هغو ناروغانو چې په کووېډ نولس اخته وو، له بده مرغه نه یوو توانېدلي چې بېلګې واخلو. او د دې سربېره د هرات او د کاونډیو ولایتونو کابو ۵۰۰ بېلګې د هرات په لابراتوار کې په انتظار کې دي.»

د کورونا ویروس له امله شکمن کسان چې د معاینه کېدو لپاره دولتي روغتونونو ته ځي پرته له معاینه کېدو بېرته خپلو کورونو ته ستانه کېږي. 

ځينې دغه کسان وايي، د نه معاینه کېدو له امله کورونا ویروس د دوی په کورونو کې خپور شوی دی.

د هرات اوسېدونکی شیرآقا وايي:«وې ویل چې موږ ټېسټ نه اخلو باید لږ تر لږه یوه اوونۍ دلته وې که چېرې له مرکز څخه کېټونه راغلل موږ ټېښټ اخلو، موږ درد او نښې نه لرو که چېرې دلته له نورو ناروغانو سره بستر شو نو موږ به ککړ شو.»

د هرات بل اوسېدونکی تاج الدین هم وویل:«ډاکټر ته چې ځو په هېڅ هم نه پوېږي یعنې دا چې له چا څخه یو څه وپوښتي څه نښې نښانې لرې یا نه لرې چې ټېسټ واخلي. موږ سرګردانه ځو او راځو.»

د هرات ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې یو زیات شمېر کسان د کورونا ویروس له اړخه شکمن دي او نه ښايي چې د دغه ولایت لابراتوار غیرفعال واوسي.

د هرات د ولایتي شورا غړی محمد سردار بهادري څرګندوي:«د دې سربېره چې لګښت لرو، له بده مرغه په هرات ولایت کې پروګرام نشته، د عامې روغتیا ریاست لکه څرنګه چې خدمتونه وړاندې کړي وای نه دي کړي. او په دغه ولایت کې تشخیصیه کېټونه نشته چې خلک معاینه وکړي چې ایا موږ کورونا لرو که نه.»

د هرات سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د کورونا ویروس له امله د قربانیانو شمېر ټکان ورکوونکی بولي.

د هرات والي سید وحید قتالي په دې اړه زیاته کړه:«په تېرې اوونۍ کې یوازې په ښار او ولسوالیو کې موږ کابو ۲۸۰ د مړینې پېښو لرلې، البته موږ د چک کولو په حال کې یوو چې کوم شکمن او کوم کولای شوای مثبت وي.»

په هرات کې د کورونا ویروس د معاینه کولو لابراتوار له غیرفعال کېدو مخکې، په لوېدیځه حوزه کې د معاینه کېدونکو نږدې ۹۰ سلنه کسانو پایله مثبته وه. 

د هرات د عامې روغتیا ریاست هم وايي چې په درې وروستیو ورځو کې د کورونا ویروس هېڅ بېلګه نه ده ازمویل شوې.

شریک یي کړئ