Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې له کووېډ نولس ناروغۍ د یوه ۹۲ کلن سړي رغېدل

۹۲ کلن عبدالباقي حبیبي  چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی دی په دې وروستیو کې له کووېډ نولس ناروغۍ روغ شوی دی.

هغه په څه کم شلو ورځو کې کورونا ویروس ته ماتې ورکړه او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځېد.
 
دغه سپین ږیږی سړی وايي چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې پیاوړې روحیه او فېزیکي کار د دې لامل شو؛ چې د یاد ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بریا خپله کړي.

هغه وايي:«مه وېرېږئ، وسوسه مه کوئ او په خپل زړه کې هېڅ هم مه تېروئ. دا ناروغي په ساده ګۍ ماته خوري.»

ښاغلي حبییبي زیاته کړه:«د کرنټين پر مهال زه په کور کې پاتې نه شوم. خپل بڼ او ځمکو ته راغلم او کار مې وکړ.»

د دغه سپين ږیري سړي د کورنۍ ځينې غړي هم په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي. هغوی وايي چې د کور دغه مشر له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د هغوی لپاره یو لارښود دی.
 
د عبدالباقي حبیبي زوی عبدالرووف حبیبي وايي:«له ناروغۍ یې هېڅ وېره نه لرله او ویل یې هر څه چې وشي، د خدای له لوري دي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې له کووېډ۱۹ ناروغۍ ډېری بېرته روغ شوي کسان د منځني عمر خاوندان دي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جاوید عثماني څرګنده کړه:«داسې شمېرې لرو چې د منځني عمر کسان شپېته تر پنځه شپېته کلونو وو چې روغ شوي. هغه څه چې د مرګ لامل شوی، ضمیمه يي ناروغۍ دي.»

ډاکټران وايي چې، د کورونا ویروس ډېری قربانیان هغه سپین ږیري او سپین سرې او د پاخه عمر خاوندان دي چې، د زړه ناروغي او همداراز شکر او د وینې  فشار لري. 

دغه ډاکټران د کورني کرنټین پر مهال د روغتیايي سپارښتنو رعایت او د لوړې روحیې لرل له کورونا سره د مبارزې د بریا کلۍ ګڼي.
 
شریک یي کړئ