د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
یاد وزارت تېره شپه(چهارشنبې د وري په ۱۳مه نېټه) وویل چې د کرونا ويروس دوه تازه پېښې په کابل ولايت کې ثبت شوې دي او همداراز یې په هرات کې د ۴۱ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړ.
په دې سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې بېښې ۲۳۹ ته ورسېدې.
اوس مهال د هېواد په اتلسو ولایتونو کې د کرونا مثبتې پېښې شته.
هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې: ۲۳۹
· هرات -۱۸۴
· کابل - ۱۸ (۴بهرني وګړي)
· فراه - ۶
· سمنګان - ۴
· نیمروز -۵
· لوګر - ۳
· بلخ -۳
· زابل - ۲
· غزني - ۲
· بدخشان - ۱
· کندهار - ۳
· دایکندي - ۲
· ننګرهار -۱
· کاپیسا -۱
· بادغیس - ۱
· سرپل – ۱
· بغلان ـ ۱
· پکتیکا ـ ۱
· مړه کسان - ۴
· روغشوي – ۵
په دې اړه مو اندونه