Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۳۷ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(یکشنبې د وري په ۱۷مه نېټه) وايي چې دا ۳۸ پېښې ۱۰ کابل، ۱۰ هرات، ۸کندهار، ۳ پکتیا، ۲بلخ، ۲سمنګان، ۱کاپیسا،۱تخار او یوه هم زابل ولایت کې ثبت شوې ده.

ښاغلی مایار زیاتوي چې د کووید ۱۹ یاد شمېر پېښو له ثبت سره هېواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۳۳۷ ته ورسید.

په نړۍ کې د کووېډ نولس ناروغۍ د قربانیانو شمېر څه باندې ۶۴ زره او د پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر یو مېلیون او ۲۰۰ زره تنو ته رسېدلی دی.

کرونا ویروس په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوی او دغه هېوادونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

بلخوا څه باندې ۲۴۸ زره تنه تر درملنې وروسته جوړ شوي دي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۹ ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا ویروس د ۳۸ مثبتو پېښېو له ثبته خبر ورکوي

شریک یي کړئ