د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۳۰مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۳۶۸ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۳۶۵ د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
تازه پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۸۶۱ ته ورسید او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۷ زره او ۶۵۵ دی.
د عامې روغتیا وزارت څرګندوي چې تازه پېښې ۱۰ یې، ۵ هرات، ۱۴تخار، ۳ بامیانو، ۲ بغلان، ۴ کندز، ۲۸ بدخشان، ۱۳ دایکندي او ۲۳ هم غور کې ثبت شوې دي.