Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ د ۲۶ مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د وږي په ۱۸مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۲۶ مثتبې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۱۶۰ شکمنو بېلګو له ډلې ۲۶ مثبتې وې.

د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۴ په کابل، ۳ په بلخ، ۸ په کندوز او یوه هم په پکتیا کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ۳ ناروغان مړه او ۴۷۸ تنه نور روغ شوي دي.

د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر یو زره او ۴۱۸ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۰ زره او ۷۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

 څه باندې ۲۷ مېلیونه او ۳۵۶ زره تنه په ټوله نړۍ کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ۸۹۳ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ