Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ پلچرخي زندان کې د تدابیرو نشتوالی په تړاو اعتراض

کابل کې د پلچرخي زندان کې یو شمېر زندانیانو هغه څه چې دوی یې د کرونا ویروس سره د مبارزې پر وړاندې د تدابیرو نشتوالی بولي، اعتراض کړی دی.

دوی وايي چې په هره خونه کې له حده ډېر کسان ساتل کیږي، او دا کار د کرونا ویروس د خپرېدو لامل کیږي.

له یاد زندانه خپاره شوي انځورونه ښیې چې زندانیانو په خپلو شونډو کې سیخونه لګولي، او له همغو سیخونو سره شپې ورځې تېروي.

وړمه اوونۍ ولسمشر غني د هېواد له زندانونو د لسو زرو بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ چې له مخې یې ځیني کسان خوشې شول، خو ځیني خوشې شوي بندیان وايي چې حالت په زندانونو کې ښه نه دی.

خوشې شوی بندي، عبدالجمیل وايي:«د کابل توقیف کې د ننه، کرونا ناروغۍ باندې اخته شوي دي، ک وټه قلفي کې دي، ډوډۍ ورته اچوي، بس پوښتنه یې نه کوي:»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې که د هېواد زندانونو کې د کرونا ویروس خپور شي، نو ناورین به رامنځته کړي.

‎د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار څرګندوي:« له نېکه مرغه ښه خبره دا ده چې لس زره زندانیان به خوشې کیږي، څو د کرونا ویروس مخنیوی وشي.»

مخکې له دې د زندانونو مسوولینو د معیاري زندانونو له نشتوالي او د زندانیانو ډېروالی د اندېښنې وړ بللی وو

شریک یي کړئ