په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال د ارګ تهڅېرمه او د ملي دفاع وزارت په انګړ کې ځينې توغندي لګېدلي دي.
حکومت په دغه پېښه کې د ۶ تنو د ټپي کېدو پخلی کوي. کهڅه هم د کابل ګارنېریون د بریدګرو شمېر دوه تنه بولي، خو پرکنده ملاتړ ماموریت وايي چې بریدګر ۹ تنه وو او هغوی له دوه برخو کابو ۳۰ پر بېلابېلو برخو توغولي دي.
بریدګر د عیدګاه جومات تر شا په یوه سرای کې ځای پر ځای شوي وو. درې بریدګرو له درې ساعتونو په کم وخت کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کابو ۱۰ توغندي توغوي.
د سیمې اوسېدونکی مسعود په دې اړه وايي:«یو مازدا ډوله موټر وه. څرګنده نه وه چې په هغه کې څومره توکي بار وو.»
دغه توغندويي برید د اختر له لمانځه وروسته د ولسمشر له وینا سره هممهاله وه او له دریځه چې ولسمشر د سولې غږ کاوه د توغندویو د لګېدو غږ په څرګنده اورېدل کېده.
افغان ولسمشر اشرف غني وویل:«کهچېرې هغوی فکر کوي دغه خلک ستاسو له توغندويي بریدونو سره، سر ټیټه وي، بیا هم وایم یوځل بیا فکر وکړئ؛ دا خلک د مقاومت خلک دي او غرتمن خلک دي.»
په دې لړ کې د پلازمېنې اوسېدونکي د کابل ښار تر دې برخې له چاودېدونکو توکو ډک موټر او د بریدګرو د رسېدو له امله پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي او هغه د پوښتنې وړ بولي.
د کابل اوسېدونکی امیر خان په دې اړه وايي:«موږ تلاشي کوي چې زموږ کورونه دلته دي. خو یوه لویه مازدا چې دننه په سرای کې وي نه، په دې کې د چا لاس دی.»