هرات ولایت کې یو شمېر معترض نوماندان او د دوی پلویانو نن د دغه ولایت د ودانۍ په مخکې په اعتراض لاس پورې کړ.
دغه اعتراض کوونکي په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د رایو د بیاشمېرلو غوښتونکي دي.
معترض نوماند شفیق بهروزیان په دې اړه وویل:«د حکومت کمزورې کړنه، ولسمشر او ناخپلواک کمېسیون د دې لامل شوی چې د حکومت او راتلوونکي پارلمان د مشروعیت په اړه د خلکو باور کمېږي.»
معترض نوماند عبدالرزاق حکیمي هم وايي:«کهچېرې حکومت د ۴۸ ساعتو په موده کې زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، موږ تصمیم لرو چې له هرات سره د ټولو نښلېدلو ولایتونو لارې بندې کړو.»
ثریا صبحرنګ هم څرګنده کړه:«د خلکو رایې غلا شوی چې په ټول کې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»
له بلخوا د هرات سیمهيیز چارواکي وايي د معترضو نوماندانو غوښتنې به مرکز ته ورسوي.
اخو د هرات د ټاکنیزو شکایتونو سیمهییز دفتر وايي د شکایتونو له څېړلو وروسته به د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې بدلونونه رامنځته شي.