د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې په نامه خپل ټیم سره نن(یکشتبې د مرغومې په ۳۰مه نېټه) د نوم لیکنې په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولاړ.
دا ډله چې په ټاکنو کې خپلې بریا ته هیله څرګندوي، د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم او د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي یې ملاتړ وکړ.
له دې ډلې ښاغلی دوستم وايي چې د ثبات او همپالنې ډله به په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالۍ شي.
همداراز کریم خلیلي څرګندوي چې یاده ډله به له کړکېچ نه د هېواد له ویستو هڅه وکړي.
دی زیاتوي چې د هېواد اوسني شرایط ډېر حساس او نازک دي، نو ټاکنیز شعارونه باید اوسني حالت ته زیان ونه رسوي.
ښاغلی عبدالله له خپل لومړي مرستیال، عنایت الله بابر فرهمند او دوهم مرستیال اسدالله سعادتي سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د نوم لیکنې په موخه ولاړ.
اسدالله سعادتي او عنایت الله بابر فرهمند د پارلمان په شپاړسمه دوره کې د دایکندي او جوزجان ولایت استازي وو.
ښاغلی عبدالله وايي د افغانستان اوسنۍ ټاکنې په یوه اساس پړاو کې ترسره کېږي، نو باید دا بهیر نفاق او کړکېچ ته د لمن وهلو صحنه ونه اوسي.