د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو اداره وايي چې په وروستیو کلونو کې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره تنه کورني بېځایه شوي، دغه ولایت ته پناه راوړې ده.
د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې رییس احمد جاوېد نادم له دې ډلې کابو پنځه زره تنه کورني بېځایه شوي تېره کال هرات ته راغلي دي.
ښاغلي نادم په دې اړه څرګنده کړه:«کابو ۱۵۷ زره او ۹۲۳ کورنۍ د هرات د کډوالو چارو په اداره کې ثبت شوي دي او کهچېرې د هرې کورنۍ منځۍ کچه اته تنه وشمېرو، له ۲۰۰۲ زیږدیز کال راهیسي، کابو یو مېلیون او دوه سوه زره تنه د هرات ولایت په کچه بېځایه شوي دي.»
ښاغلي نادم زیاته کړه چې دغه کسان اوس نه غواړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي او غوره بولي چې تر خېمو لاندې د هرات ښار په څنډو کې ژوند وکړي.
نور محمد د خپلې کورنۍ د پنځو غړو سره نږدې یو نیم کال وړاندې د وچکالۍ له کبله د بادغېس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ هرات ته کډه شو. هغه اوس د هرات د کډوالو په پنډغالي کې اوسي. دا شخص وايي، له ډېرو ناخوالو سره بیا هم نه غواړي خپلو سیمو ته ستون شي.
کډوال نورمحمد وايي:«نه غواړو چې بېرته ستانه شو ځکه چې زموږ ځمکې هم له منځه تللې دي، کښت او زراعت نهلرو او زموږ وضعیت هلته خراب دی. د خوړلو لپاره څه نه لرو؛ نو ولې ولاړ شو او کهچېرې مرسته وشي همدلته خوشحاله یوو.»
د چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې دا بېځایه شوي کسان د ځانګړو ډلو لخوا په هرات کې د سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره ساتل شوې دي.
د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات څرګنده کړه:«ښايي چې د دغې مسلې ترشا سیاسي بحثونه هم وي او کېدای شي چې په هرات کې د دغو بېځایه شویو له حضوره د ځانګړو ډلو له خوا ګټه واخیستل شي؛ ځکه چې د هرات ولایت یو امن ځای دی او دا بېځایه شوي کولای شي په ټاکنو کې ګډون وکړي.»
یوازې هرات ته د کډوالو لړۍ روانه نه ده، بلکې ډېری سیمو کې له هغو ولایتونو کډوال مېشت دي چې سیمې یې نا امنه دي او مجبور شوي چې کډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ افغانستان دمګړۍ یونیم مېلیون کورني بېځایه شوي لري چې د جګړو، امنیتي ګواښونو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله خپل کورونه پرېښي دي.