هغه کورنۍ چې کابل کې صنعتي پارکونو ته نږدې ژوند وي وايي چې د اوسپنې ویلې کولو په کارخونو کې له غیرمعیاري سون توکو څخه کار اخیستنې د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی.
د کابل د دغې برخې اوسېدونکي وايي چې د اوسپنې ویلې کولو ډېری کارخونې د شپې لخوا کار کوي.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکی نادر وايي: «دلته هوا ډېره خرابه شوې خلک ډېر ناروغان دي، دلته ساه نه اخیستل کېږي ما په خپله تنفسي ستونزه پیدا کړې.»
امیرخان له هغو لسګونو کسانو یو دی چې د کابل صنعتي پارک ته نږدې ژوند کوي. د نوموړي کور د خان سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونې ته نږدې دی.
نوموړی وايي د دغې کارخونې د غیرمعیاري سون توکو د لوګي له ماله د کورنۍ څلور غړي یې ناروغه شوي دي.
د کابل اوسېدونکی امیرخان په دې اړه وویل:«کله چې مازدیګر شي لوګی زیاتېږي، ماښام خو داسې لوګی وي چې په لس مټرۍ کې څوک نه شې لیدلی.»
په دغه صنعتي پارک کې د خان سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونه هم موقعیت لري. د دغې کارخونې کارکوونکي کله چې زموږ کمره ویني؛ نو له کار کولو لاس اخلي.
د خان سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونه پروسږکال د خان محمد وردګ له لوري جوړه شوه. نوموړی اوس د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې کمېسیون مشر دی.
د کابل اوسېدونکی فرهاد وايي:«کابو یو کال مخکې، دلته رییس صاحب راغلی او دغه شرکت یې افتتاح کړ، کابو یو کال مخکې اوس چې ماښام شي تر سهاره کار کوي او له یو شي استفاده کوي اوسپنه ویلې کوي، چې زموږ ټوله سیمه تور لوګی نیسي.»
له بل لوري، د هغه بنسټ مسوولین چې، په افغانستان کې صنعتي کارخونو ته د ای سو د کیفیت نړۍوال سند ورکوي وايي چې، د خان سټیل کارخونه د چاپېریال ساتنې د کیفیت سند نه لري.
د ریکسو بنسټ مسوول محمد صابر احمدزی څرګندوي:«د ۹۰۰۱ سټنډرډ دی چې د کیفیت د مدیریت سیستم په خاطر یادېږي او بل ۱۴۰۰۱ دی چې د اېنوایرمنټل منجمټ سیسټم یادېږوي یعنې د چاپېریال ساتنې مدیریت او موږ د چاپيریال ساتنې ۱۴۰۰۱ هم رد کړ او ور مو نه کړ او ۹۰۰۱ مو هم نه دی ورکړی.»
د خان سټیل د وسپنې ویلې کولو کارخونې مشر خان محمد وردګ په دې اړه څه نه وايي؛ خو د دغې کارخونې یو له مسوولینو وايي چې، د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره په دې کارخونه کې د دود تصفیه کوونکی نصب شوی دی.
د خان سټیل د وسپنې ویلې کولو کارخونو یو مسوول رحیم الله مایار وايي:«موږ د کابل د چاپېریال ساتنې له ادارې جواز اخیستی، د هغوی له مشورې او موافقې سره موږ خپل فېلټرونه ولګول، هغه فېلټرونه چې خان سټيل یې لري، هغه د منځنۍ اسیا په کچه دي. کومه کارخونه یې نه لري.»
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي هم وايي: «ډېر شمېر کارخونې دي چې په دودیزه او ساده بڼه جوړې شوې دي ډېری یې دا ستونزه لري، هغه کارخونې چې له موږ څخه جواز اخلي پر هغوی اجباري ده.»
د کابل هغه اوسېدونکي چې، صنعتي پارکونو ته نږدې ژوند کوي وايي چې، د اوسپنې د ویلې کولو له کارخونو سربېره، د سکرو د تصفیې کارخونې هم هوا ککړه وي.
په دې اړه مو اندونه