د وشوو سپورټي څانګه نړیوال المپيک کې شامله شوه او ټاکل شوې د لومړي ځل لپاره د دغې څانګې لوبغاړي سینیګال کې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د ځوانانو الپیک سیالیو کې ګډون وکړي.
د وشوو سپورټي څانګه اوس مهال د آسیا او سویلي آسیا په لوبو کې شامله ده.
افغان وشوو لوبغاړو تر اوسه د آسیا او سویلي آسیا المپیک لوبو کې د سروزرو، سپینوزرو او برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د افغان وشوو ورزشکارانو په ازمایښتي توګه ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د بیجنګ په المپیک کې ګډون وکړ، خو مډالونه یې په ردبندۍ کې حساب نشول.
د افغانستان د وشو فدراسیون وايي چې راروانو لوبو کې د سهمیې ترلاسه کولو لپاره یې پروګرامونه په پام کې نیولي دي.