د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې استیناف محکمې نن(چهارشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) په دوهمه او وروستۍ ورځ د ټاکنیزو شکایتونو پخواني غړي په ۲کاله او ۶میاشتې بند محکوم کړل.
د کمېسیون دا غړي د تېرو ټاکنو پرمهال پر کمکارۍ، له واکه په ناوړه ګټنې او د یو شمېر کسانو د رایو په زیاتوالو تورن دي.
د کمېسیون د محکومو شویو غړو لومړنۍ محکمه د روان کال د وږي په دولسمه ترسره شوه او هر یو په کې په پنځه کاله بند محکوم شول.
د ټاکنیزو شکایتونو د یادو غړو د استیناف غوښتنې محکمه تېره ورځ پیل شوه او د پرېکړې اوږدېدو سره، محکمې پرېکړه نن ورځې ته وځندوله.
د ولسي جرګې د ټاکنو جنجالي کېدو سره ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون غړي د روان کال به سلواغې میاشت کې له دندې ګوښه او څارنوالي ته یې معرفي کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د کمېشنرانو د تېرې ورځې محکمې په پای کې، مدافع وکیلانو یې پرېکړه سیاسي وبلله.