د چین رسنیو د سې شنبې په روځ (د سلواغې په ۱۵مه) رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد په هوبي ولایت کې په کرونا ویروس اخته ۶۴ تنه وژل شوي او ویروس د قربانیو شمېر ۴۱۴ تنو ته رسېدلی دی.
تېره ورځ د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې په دغه ویروس ۴۸ اخته کسان مړه شوي او له دې سره یوازې په دغه ښار کې د مړ شویو کسانو شمېر ۳۱۳ تنو ته رسېږي.
دا ویروس د لومړي ځل لپاره د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوی دی.
هوبي ولایت قرنطین شوی او همدارنګه عمومي لارې او د لېږد رالېږد سیسټم هم محدودیتونو سره مخ شوی دی.