ننګرهار ولایت کې د شولو تولید زیاتوالي سره په دغه ولایت کې د پروسس کارخونې مسوولین وايي د هرې ورځې په تېرېدو یې کارونه ښه کیږي او د معیاري ماشین الاتو په کارونې سره کولی شي د ورزې ۶۰ټنه شولې پروسس کړي.
د ننګرهار په شیخ مصري پارکونو کې اته کاله مخکې د وریژو د پروسس یوې کارخونې په کار پیل وکړ.
ننګرهار ولایت کې د شولو د پروسس کارخونې څېښتن، شېرزاد عزیزي څرګندوي:«کارخونه په عصري ماشین الاتو مجهزه ده او اوس د ورځې ۶۰ټنه تولید لري. نېږدې راتلونکې کې به یې ظرفیت ۱۲۰ ټنو ته ورسیږي.»
په کارخونه کې کارکوونکي له حکومت نه غواړي چې د شولو تولید پروسس پراختیا لپاره دې زمینه برابره کړي.
د شولو د پروسس د کارخونې کارکوونکی، شوکت څرګندوي:«موږ درې ډوله ماشینري لرو چې یو ډول یې وریژي لمدوي او بل یې وریژي وچې کوي او بل یې پروسس کوي.»
ننګرهار کې د سودارۍ او پانګونې خونې مسوولان له حکومته هېواد ته د وریژو د قاچاق مخنیوي غوښتنه کوي.
د یادو خونو غړی، زلمی عظیمي څرګندوي:«د روځې ۱۲ لارۍ قاچاق کیږي چې په دې لاریو کې مختلف شیان دي. د بیلګې په توګه درمل، وریژي او نور اموال... دولت ته د ورځې ۷ تر ۱۰ میلیونو زیان رسیږي.»
افغانستان سیمه کې د وریژو لوی تولیدوونکی هېواد دی او اوس مهال هېواد کې د اړتیا وړ ډېرې وریژي له بهره واردیږي.