د ټاکنو په تېرو دوو پړاونو کې ټاکنیز کړکېچونه د دې لامل شوي چې د حکومتونو څرنګوالی د بهرنیو له منځګړیتوب سره رامنځته کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کري په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، افغانستان له پنځو کلونو او شپږو میاشتو وروسته د خپلې پایښت لپاره له هغې سره ورته آزموینې سره مخامخ شوی دی.
دا ځل د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له څو ورځو راهیسې د ارګ او سپیدار ترمنځ په سلامشورو بوخت دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان د ارګ او سپيدار ترمنځ رامنځته شوي اختلافونه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د مدیریتي کمزورتیا له امله ګڼي.
ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود په دې اړه وايي:«د افغانستان سیاستوالان تل بهرنیو ته په تمه دي چې راشي او ورته حل کړي او دوی په خپله هېڅکله نوښت نه دی کړی.»
دا ځل هم په افغانستان کې د یوه حکومت د جوړېدو په اړه د دغو جنجالونو د حل لپاره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو راهیسې د ارګ او سپیدار ترمنځ په منځګړیتوب بوخت و.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی څرګندوي:«له بده مرغه چې په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت مشرانو د امریکایانو په مداخلې سره ومنله، او اوس هم ورته موضوع د رامنځته کېدو په حال کې ده چې دا د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې له مادې په څرګنده سرغړونه ده.»
د ارګ او سپيدار ماڼیو په څو مترۍ کې نوراله چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لپاره د یوې ګولې ډوډۍ د برابرولو لپاره هڅې کوي هیله من دی چې د هغه اوسنی ستونزمن ژوند د سیاستوالانو ترمنځ د جنجالونو له امله لا ستونزمن نه شي.
د کابل اوسېدونکی نور الله وايي:«موږ غواړو چې دواړه سره شخړې حل کړي، نور نو جګړه او اختلاف بس دی.»
د کابل اوسېدونکی محمد اسلم حسین خېل هم زیاتوي:«خلک یوه افغانۍ په جېب کې نه لري او دوی د واک پر څوکۍ جګړه کوي، ځکه چې کور او ماشومان یې په بهر کې دي او د خلکو په کیسه کې نه دي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه مني چې ټاکنیز کړکېچ دې، د دغو ټولو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی وی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب وویل:«ټولې پرېکړې چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون له لارې پرېکړه وشوه او د تطبیق لپاره د ټاکنو کمېسیون ته واستول شوې موږ هماغه پرېکړې تطبیق کړې او د هغه په مطابق مو پایلې اعلان کړې.»
دا ټولې ننګونې له هغې وروسته زیاتې شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ انتخاباتو ګتونکی اعلان کړ، دا پرېکړه د عبدالله عبدالله له مخلافت سره مخامخ شوه او ښاغلي عبدالله له هغې وروسته د ټول ګډونه حکومت د جوړولو اعلان وکړ.