هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن (سې شنبې د کب په ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د هېواد اوسنۍ کړکېچ وضعیت د امریکا د سیاست له امله دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د هېواد اوسنۍ اندېښمنونکی وضعیت، د امریکا متحده ایالاتو د سیاست او د افغانستان د خلکو په وړاندې د هغې له سپکاوي ډګ او د نفاق رامنځته کوونکي کړنې له امله دی.»
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي:«د دغې ادعا ثبوت د لوړې دوګونو مراسمو په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې اعلامیه ده. که چېرې امریکا په حقیقت کې د موجوده کړکېچ د حل غوښتونکې وه، کولای شول چې د لوړې مراسمو له ترسراوي مخکې له جوړونکي اقدام سره، د رامنځته شوې تفرقې او سیاسي بې ثباتۍ مخنیوی وکړي.»
کرزي ټينګار کړی:«چې په وروستیو میاشتو کې له امریکايي چارواکو په ځانګړې توګه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خپلو ټولو لیدونو کې د ټاکنو بهیر او همدارنګه د سولې بهیر په ځينو برخو کې د دغه هېواد د نه روڼتیا او نه رېښتینولۍ له امله ژوره اندېښنه لرلې ده، په تکرار یې ټینګار کړی چې باید د ټاکنو او سولې خبرو اترو د پایلې باید د هېواد ملي د سلامتۍ او ملي یووالي ټینګښت لامل وي او همدارنګه د یوه مشروع او ځواکمن ملي حکومت د رامنځته کېدو باعث شي.»
هغه په دې اند دی چې اوسنۍ وضعیت د دې غوښتنه کوي چې د افغانستان خلک له یووالي، بشپرې هوښیارۍ او له مساوي ګډون سره د بهرنیو دسیسو په شنډولو کې چې د هېواد سلامت، ټیکاو او ملي یووالي ګواښي، یو دریځ غوره او خپل ګران افغانستان وژغوري.»
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم تېره ورځ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالفه ده.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې واشنګټن له متحد او د ملي واکمنۍ لرونکي افغانستان پر ملاټر ټينګار کړی دی:«د ټول ګډونه حکومت ته لومړیتوب ورکول د سولې لپاره ډېر مهم دی.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر غني د لومړې له مراسمو سره هم مهاله عبدالله عبدلله هم چې هغه ته د ټول شموله حکومت ولسمشر وايي، لوړه وکړه.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې دواړو مشرانو په خپلو ویناوو کې څرګنده کړې چې د سیاسي کړکېچ د پای لپاره خبرو اترو ته چمتو دي او سوله ورته لومړیتوب لري.
د سلواغې په ۲۹نېته د ټاکنو کمېسیون ولسمشر اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی او منتخب ولسمشر اعلان کړ.
د ټاکنو له اعلان وروسته عبدالله عبدالله د اشرف غني د بریا په غبرګون کې وویل چې هغه به موازي ټول شموله حکومت جوړ کړي.
طلوع نیوز ته ځینې سرچینې وايي ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د کابینې د څلوېښت سلنه او د سولې د عالي شورا د ریاست وړانديز کړی و، خو ښاغلي عبدالله د دغه وړاندیز په ردولو د لومړي وزارت دندې او یا هم د وزیرانو شورا د ریاست غوښتنه کړې وه، چې همدا چاره د څو ساعتونو لپاره د تحلیف مراسمو د ځنډېدو لامل شوه.