د لوګر ولایت امنیتي چارواکي پل علم او برکی برک ولسوالیو ځینو برخو کې د ۱۸ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د غويي په ۸مه نېټه) راغلي چې طالبانو تېره شپه د برکي برک او پل علم پر ځینو سیمو بریدونه وکړل او د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۸ طالب وسله وال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې بریدونه افغان ځواکونو په شا تمبولي دي.
د خبرپاڼې په حواله د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو سره هوايي ځواکونه سمې ته رسېدلي او د افغان ځواکونو هوايي برید کې د ۱۸ وسله والو د وژل کېدو ترڅڼګ یو طالب ټپي شوی هم دی.
امنیتي مسوولین وايي چې ټپي شوی طالب د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د هوا له ګرمېدو سره د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې هم روانې دي.
په دې اړه مو اندونه