د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې( د غبرګولي په ۷مه نېټه) د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۶۲۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
له دې سره د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۲ زره او ۴۵۶ ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح وايي چې د کرونا ویروس ځنځیر ماتولو لپاره باید پر تګ راتګ بندیز دوام وکړي.
نوموړی هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلک باید ګرځبندیز ته پام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته رسيږي.
همداراز یادې مودې کې ۱۰ تنه هم روغ شوي او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۸ دی.
د تېرو ورځو په څېر بیا هم ډېرې مثبتې پېښې لري چې ۳۶۰ دي او هرات د ۱۰۸ پېښو سره ورپسې دی. بلخ ولایت کې هم ډېر شمېر مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۵۰ دي، پروان کې ۲۶ او تخار ۲۴ پېښې ثبت شوې دي