د هېواد پېژندل شوی شاعر او عارف حیدري وجودي د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ.
د هغه کورنۍ د دغه خبر تایید کړی، ښاغلی وجودي د ډېرې مودې راهیسې ناروغ وو. نوموړي ډېر کلونه کابل کې ادبیاتو لېوال ځوانانو ته د مثنوي ویلو ناسته جوړولې او روزنه یې ورکوله.
حیدري وجودي ۱۴ چاپ شوي اثار لري چې (کابل مادر)، (نداي جمهوریت) او(آیینه تجلي) د مطبوعاتو جایزې هم اخیستې دي.
هغه په ۱۳۳۶ کال کې عسکري پیل کړه او شپږ کاله وروسته یې دا دنده پایته ورسوله او د "د افغانستان شاعرانوانجمن شعرای افغانستان" ټولنه یې تاسیس کړه او خپله یې د ټولنې د څېړونکې په توګه دنده ترسره کوله.
هغه د ۱۳۴۳ کاله تر اوسه پورې نېږدې نیمه پېړۍ د کابل عامه کتابتون په ریاست کې دنده ترسره کړه.