د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په یوه بازار کې د راکټي برید پایله کې ۱۰ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د سیمې خلک وايي پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ په ۹مه نېټه) هغه مهال شوې چې خلک د خپلو څارویو پلور او پېر لپاره سره راټول شوي وو.
دوی همداراز زیاتوي چې نېږدې ۲۰ تنه هم ټپیان دي.
سیمه ییز چارواکي هم پېښه تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین چاوددنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي وو.
راپور کې به جزییات اضافه شي...
په دې اړه مو اندونه