د برازیل روغتیا وزارت یکشنبې (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۲۶ زره او ۱۰۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په وینا همداراز یاده موده کې ۶۰۲ تنه یوه شپه ورځ کې د کوویډ نولس ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.
اوسمهال برازیل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له یو میلیونو او ۶۰۰ زرو اوښتې دي او له ۶۴ زرو ډېر کسان یې له کبله مړه شوي دي.
مکسیکو هم یکشنبې د کرونا ویروس د ۴۶۸۳ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ چې له دې سره د ټولو پېښو شمېر دغه هېواد کې ۲۵۶زره او ۸۴۸ ته ورسید.
تر اوسه دغه هېواد کې له ۳۰ زرو ډېر کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
پیرو کې هم د اخته کسانو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېدلی دی او له لسو زرو زیات کسان په کې مړه شوي دي.
نړۍ کې اوسمهال د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو او ۴۱۹ زرو اوښتی دی او له ۵۳۳ زرو ډېر مړه شوي دي.