Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۵ مېلیونو ته ورسېد

د رویټرز خبري اژانش رپوټ ورکړی چې په نړۍ کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۲۵ مېلیونو ته ورسېد.

د دغه رپوټ پر احواله، د کورونا ویروس مثبتې پېښې په سوېلي اسیا په ځانګړې توګه په هند کې د پام وړ زیاتوالی لرلی دی.

په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې دم ګړۍ په هند، د امریکا متحده ایالاتو او لاتینې امریکا کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په هکله رپوټ ورکړل شوی دی.

د یکشنبې په ورځ، هند په یوې شپه او ورځ کې د کووېډ نولس پر ناورغۍ د څه باندې ۷۸ زره اخته کسانو د ثبت په هکله خبر ورکړ چې تراوسه په یوه شپه او ورځ کې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.

امریکا د جولای میاشتې په منځ کې په یوه شپه او روځ کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د څه باندې ۷۷ زرو تنو د اخته کېدو په هکله خبر ورکړی وو.

امریکا، برازیل او هند په ترتیب سره هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېر قربانیان او اخته کسان لري.  

په هند کې د ګرځبندیز سربېره، په دغه هېواد کې تراوسه څه باندې ۳ مېلیونه او ۵۰۰ زره تنه په کووېډ نولس ناورغۍ اخته شوي او څه باندې ۶۳ زره تنه نور مړه شوي دي.

په نړۍ کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله تراوسه څه باندې ۸۴۰ زره تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ