د سیاسي هوکړې له لاسلیکه د دوو میاشتو په تیرېدو یوځل بیا د غني او عبدالله تر منځ د نانندریو د رامنځته کېدو خبر ورکړ شوی دی.
سرچینې وايي، ولسمشر غني د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی نوماند وزیر نه دی منلی.
دغه سرچینې زیاتوي، عبدالله عبدالله د دغې څوکۍ لپاره مصطفی مستور معرفي کړی دی.
عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي چې داسې مشوره شوې چې د مصالحې عالي شورا او نوې کابینې کار هم مهاله پيل شي.
عبدالله عبدالله ته نږدې کس فضل احمد معنوي څرګنده کړه:«داسې ژمنې شوې وه، د افغانستان د لویو شخصیتونو له حضور سره ټولو تمه لرله چې پر دغې ژمنې عمل وشي، لا هم هیله لرو چې ژمنې ماتې نه شي، د دغې هوکړه لیک پر بنسټ چې شوې د دغو سترو شخصیتونو په ظمانت دا عملي شي او که ټاکل شوې وي یو لوری ژمنه ماته کړي، کولای شي د ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.»
ښاغلی معنوي همدارنګه وايي، چې د ولایتونو او خپلواکو بنسټونو د ونډې په اړه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ لا هم ستونزې نه دي حل شوي:«ځينې ولایتونه چې ټاکل شوې وه د سپیدار له لوري معرفي شي، خو وروسته له رسنیو واورېدل شول چې کوم څوک د ارګ له لوري معرفي شوي دي او دا کولای شي چې د هوکړه لیک بحث له ستونزو سره مخ کړي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي مصالحې د عالي شورا د کارونو د پیلېدو په تړاو د بحثونو له دوامه خبر ورکړی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«ډېر کارونه شوي دي که ووایم چې کار نه دی شوی ښه قضاوت نه دی ډېر ژر به ان شاءالله ډېر ژر به د مصالحې شورا د مرستیالانو او غړو په برخه کې به ښه خبرونه ولرو.»
له بل لوري د ولسي جرګې ځینې غړي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د روان امنیتي وضعیت مسوولین بولي.
د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد څرګندوي:«واقعاً ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته د شرم ځای دی، دوی هېواد د کړکېچ په لور بیولی. د ټولو بدبختیو او ناخوالو مسوولین همدوی دي.»
د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشیدي وویل:«د لرې کولو لپاره هېڅې او سیاسي هوکړه د کابینې د معرفۍ په وړاندې خنډ شوی او دا بهیر ډېر ډېر خطرناک دی.»
له دې سره سم، مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ له عبدالله عبدالله سره یې د سیاسي هوکړې د عملي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه له څو میاشتنیو سیاسي نانندریو او د لوړې د دوو مراسمو له ترسره کېدو وروسته لاسلیک شو.