په داسې حال کې چې تېره اوونۍ ولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ، خو حکومت یو ځل بیا د دغه پروګرام پر پلې کېدو ټینګار کوي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وایي چې ډېری دغه پېسې د پروژو لپاره د نړیوال بانک له مرستو دي چې ځينې هغه اوس مهال درېدلي دي خو ځينې نورې پروژې چې لوړ لګښتونه یې لرل، سپمول شوي دي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د اړیکو د برخې مسوول رضوان مراد وویل:«زموږ تمه دا ده، پارلمان د دغه پروګرام مخه چې د هغو کسانو لپاره په پام کې نیول شوی چې مالي وضعیت یې د کورونا له امله له ګواښ سره مخ شوی دی. د دغه پروګرام د روڼتیا په اړه چې هر ډول حساب او کتاب وي، موږ چمتو یوو چې هغه د پارلمان محترمو غړو ته وړاندې کړو.»
تېره اوونۍ ولسمشر د ملي دسترخوان پروګرام چې په دوو پړاوونو کې به له لوږې او کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره عملي شي؛ خو د سه شنبه پره ورځ ولسي جرګې دا پروګرام رد کړ او ویې ویل چې دا پروګرام د پراخ مالي فساد لپاره یوه پلمه ده.
د ولسي جرګې غړی عبدالولي افغان وویل:«زموږ موخه دا وه چې د دغه پروګرام پیسې تر ښه څار او کنټرول لاندې اړمنو خلکو ته ووېشل شي او یا هم عام المنفعه پروژو ته ځانګړې شي.»
د ولسي جرګې بل غړی ګل رحمان همدرد هم وايي:«د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام کې، فساد و؛ یوازې په کابل کې په مېلیونونه افغانۍ غلا شوې... د پارلمان اندېښنه همدا وه چې د ملي دسترخوان پیسې هم له ظاهر جوړونې سره چې خلکو ته مرسته کېږي په باطن کې ښايي غلا شي.»
خو له دغو بحثونو اخوا، سید پادشاه د دولس کسیزې کورنۍ ګټیالی دی چې په خپل لاس ګاډي سره له سهاره تر ماښامه په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دی.
سید پادشاه وايي چې د کورونا ویروس د خپرېدو له لومړیو ورځو راهیسې د حکومت له لوري ورته مرسته نه ده رسېدلې.
هغه زیاته کړه:«له لوړه فساد دی تر ټیټ پورې، که چېرې په لوړ فساد نه وي نو ټیټ هم فساد نه وي.»
حکومت شاوخوا ۲۴۰ مېلیون ډالره د ملي دسترخوان د پروګرام لپاره ځانګړي کړي دي چې له مخې یې پر اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشل کېږي.