په کابل او کندهار کې دوو چاودنو لږ تر لږه لس ته ولسي وګړي وژلي او پنځه تنه پولیس یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې لومړنۍ چاودنه نن یکشنبې له غرمې وروسته د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین په وینا، په دغې پېښه کې چې د ماین چاودنې له امله وه اته تنه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه، د ولسي وګړو د لېږد پر یوه موټر شوې ده.
ورته مهال د کابل پولیس وايي چې دغه ماین په یوې کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و، نن ماښام هغه مهال چاودنه وکړه چې امنیتي ځواکونو غوښتل هغه شنډ کړي.
له دې سره جوخت، د ملي پوځ لوی دریستیز وايي چې د داعش ډلې یولس تنه غړي چې د سولې مشورتي پر لویې جرګې د برید هوډ درلود، نیول شوي دي.
لوی درستیز یاسین ضیاء چې نن له غرمې وروسته د لویې جرګې له پای وروسته په یوې خبري ناسته کې وینا کوله، وویل چې ځينې طالب بندیان هم نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د لویې جرګې پر سیمې توغولو ته چمتو څو مرمرۍ هم کشف او شنډې کړې دي.