د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ میلیونو ته ورسېدې.
د راپور له مخې چې تېره ورځ(دوشنبې د زمري په ۲۰مه نېته) خپور شوی په کې راغلي دي چې امریکا، برازیل او هند هغه درې هېوادونه دي چې نیمايي اخه کسان لري.
تر اوسه نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله نړۍ کې له ۷۲۸ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
راپور کې همداراز راغلي دي چې د چین ووهان ښار کې د کرونا ویروس خپرېدو ۶ میاشتې وروسته یې اخته کسان نړۍ کې ۱۰ میلیونو ته ورسېدل. خو دغه شمېر یوازې ۴۳ تېرو ورځو کې ۲۰ میلیونو ته ورسید.
امریکا کې ۵ میلیونه، برازیل کې ۳ میلیونه او هند کې کابو دوه میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته دي، همداراز نړۍ کې د لاتینې امریکا هېوادونه د ۲۸ سلنه اخته او د ۳۰ سلنه مړینه لري.
د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته ډېرو هېوادونو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه چې بیا وروسته دا بندیزونه ورو ورو پورته شول.