Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ظریف: د سولې خبرې څارو، امریکا په دې برخه کې اغېزمن کار نه دی کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې تهران په دوحه کې د افغانانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو څاري او دا خبرې اترې له بندون سره مخ شوې دي.

په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د رسمي مذاکراتو د پېلېدو له ناڅرګند برخلیک سره همهاله؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په خبرو کې د دغو مذاکراتو پایلو ته بدبین دی.
          
د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې اړه وویل:«موږ په دوحه کې بحثونه له ډېر نږدې څارلي دي چې له بده مرغه ټول تردې وړاندې له بندون سره مخ شوي دي. موږ به هر هغه څه چې په توان کې ولرو؛ له دې بهیر سره به د مرستې لپاره ترسره کړو. خو ډېره سخته ده چې هغه زیان چې امریکا متحده ایالتونو وررسولی دی بې اغېزې شي.»

جواد ظریف ټینګار کوي چې سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره باید ټول افغانان د بهرنیانو له لاسوهنې پرته پرېکړه وکړي. دی وایي چې امریکا متحده ایالتونو د افغان سولې په بهیر کې مثبت رول نه دی لوبولی.
 
ښاغلي ظریف زیاته کړه:«امریکا متحده ایالتونه له افغانستانه د اسانه وتلو لپاره هر ډول هڅه کوي چې ښه ده. خو دا باید د افغانستان د خلکو په بیه، په افغانستان کې د ډموکراټیک بهیر په بیه او د نړیوالې ټولنې او افغانانو د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په بیه نه وي. امریکا باید دا هر څه پر افغانستان او سیمه ونه تپي.»

بل خوا ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو د ۷۵ کلیزې په آنلاین غونډه کې د اوربند په ټینګښت سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو د لاسه راوړنو د ساتلو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ولسمشر اشرف غني وویل:«که څه هم موږ په افغانستان کې هم مهاله له څو اندېښمنېدو له څو لاملونو سره مخامخ یوو، خو زموږ لپاره یو روښانه او بیړنۍ لومړیتوب شتون لري: اوربند. د تاوتریخوالي پای، د پرمختګ لپاره موږ ته فرصت راکوي.»

بل خوا د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې به د امریکا په ملاتړ د سولې هڅې له ناکامۍ سره مخ شي، ځکه د نوموړي په وینا پر امریکا د سپټمبر یوولسمې ته د ورته برید خطر ډېر لوړ دی. خو هېوادوال تمه لري چې دا خبرې په هېواد کې د دایمي سولې لامل شي.
      
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار اچ آر مک ماسټر وویل:«موږ دا مفکوره رامنځته کړه چې طالبان کولای شي د سولې شریک وي، په داسې حال کې چې په واقعیت کې هغوی غواړي په افغانستان کې اسلامي خلافت جوړ کړي او له دغه اسلامي خلافت نه د خپل نفوذ د پراختیا لپاره د یوه بنسټ په توګه کارواخلي.»

شریک یي کړئ