Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو وزارت: په شپږو میاشتو کې۲۷۰ زره تنه له ایرانه راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له شپږو میاشتو راهیسې له ایرانه شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي له دې منځه ۱۰۰ زره یې چې قانوني اسناد یې نه لرل په جبري توګه رایستل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«په دغو تېرو شپږو میاشو کې کابو ۲۷۰ زره افغانان خپل هېواد ته بېرته راستانه شوي او له دې منځه د هغوی ۱۰۰ زره هغه افغانان دي چې په اجباري توګه له هېواده ایستل شوي او قانوني اسناد یې نه لرل او نور افغانان په خپله غوښتنه راستانه شوي.»

د چارواکو په وینا، د ورځې له ۲ تر ۳ زره تنه د اسلام کلا او ملت دروزاو له لارې تګ راتګ کوي.

له بل لوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې، د افغان پناه غوښتونکو، هېواد ته د ستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو ملاتړ ته ژمن دي.

دغه بنسټ ویلي:«د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه، د افغان پناه غوښتونکو او کورنیو بې ځایه شویو ملاتړ ته ژمنه ده او له هغو سره مرستې کوي؛ څو خپل ژوند له سره جوړ کړي.»

له دې سره سم، د کابل ځينې اوسېدونکي د کډوالۍ ستر لامل په هېواد کې فقر او بېکاري ګڼي او همداراز له اسلامي امارته غواړي چې، کاري زمینې ورته برابرې کړي.

د لغمان اوسېدونکی الفت وايي:«دوه میاشتې مخکې یوځل ترکیې ته تللی وم، د ترکیې په پوله د ایران پولیسو موږ ونیولو او تهران ته یې راوستو او له تهران وروسته له پولې یې واړولو.»

د کابل اوسېدونکی عبدالبصیر هم وویل:«له دولته غواړم چې له موږ سره همکاري وکړي. کارو بار نشته او خلک له مجبوریته ځي.»

تر دې مخکې په افغانستان کې د ایران سفارت ویلي چې، په ایران کې څه باندې ۶ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي او په وینا یې نږدې دوه مېلیونه یې بیا په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې، د افغان پناه غوښتونکو، هېواد ته د ستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو ملاتړ ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه