Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه هېواد ته د نږدې ۱۴ زره کډوالو راتګ ته غبرګونونه

په وروستیو لسو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته نږدې ۱۴زره افغان کډوال را ستانه شوي دي.

بل لور ته، د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي چې ایران په یاد هېواد کې د افغان کډوالو په اړه کړو ژمنو باندې عمل نه‌دی کړی.

له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد له ایرانه د افغان کډوالو ایستل د نړۍوالو قوانینو پر خلاف بولي.

ښاغلی راشد په دې هکله وویل:«هغوی هم له موږ سره دا ژمنه کړې، هغه کډوال چې اسناد او شواهد ونه‌لري، هغوی په ایران کې ثبت او راجستر کېږي او هغوی ته اسناد ورکول کېږي؛ خو کوربه هېوادونه زموږ له کډوالو سره کاونډیتوب نه مراعات کوي.»

صالح محمد چې دوه کاله مخکې، ایران ته تللی و او ۱۵ ورځې مخکې له دغه هېواده را ایستل شوی وايي، د ۱۴ کسیزې کورنۍ یوازنی ګټیالی دی.

راستون شوي صالح محمد څرګنده کړه:«اوس غواړم چې جوزجان ته ولاړ شم، وروسته که‌چېرې کار مې پيدا نه‌شوی کړای، اړ یم چې بیا ایران ته ولاړ شم.»

هغه ځوانان چې تازه له ایرانه را ایستل شوي وايي، د کډوالۍ اصلي لامل یې وزګارتیا وه.

راستون کړل شوی کریم وايي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده که‌چېرې دلته کار وي او تحصیلي زمینې برابرې وي، ترسره کوو یې څو نور بهرنیو هېوادونو ته ولاړ نه‌شوو.»

راستون کړل شوی خال محمد هم څرګندوي:«له دولته مې غوښتنه دا ده هېواد جوړ کړي چې نور افغان ځوانان ایران ته ولاړ نه‌شي او ونه ځورول شي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د روانې لمریزې میاشتې له پیله تر دې دمه نږدې ۱۱ زره کډوال له پاکستانه، څه باندې ۳۷ زره له ایرانه او شاوخوا اته زره او ۷ سوه له ترکیې را ایستل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه