د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې د تلې په اوومه نېټه) د سولې خبرو په تړاو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ.
په دې سفر کې د ملي مصالحې شورا مرستیالان او د پاکستان په چارو کې د ولسمشر استازی، محمدعمر داوودزی د ښاغلي عبدالله ملتیا کوي.
ټاکل شوې ښاغلی عبدالله د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان، د دغه هېواد له ولسمشر، عارف علوي، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده ښاغلی عبدالله د پاکستان د ستراتیژيکو څېړنو انستیتوت کې هم وینا وکړي.
مخکې له دې ښاغلي عبدالله پر ټویټر پاڼې د لکنې په ترڅ کې هیله څرګنده کړې وه چې دا سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه پړاو پرانیزي
د ښاغلي عبدالله سفر په تړاو ښاغلی داوودزی وايي چې ښې پایلې به ولري، ځکه چې د تېر کال پرتله اوس حالت بدل شوی دی.
دی زیاتوي چې پاکستان په ډې وروستیو کې ښکاره کړې چې د افغانسا ند سولې بهیر کې "په جدي ډول همکاري کوي."
له بلې خوا عمران خان واشنګټن پُست ته یوې مقاله کې لیکلي چې سولې ته د افغانستان له رسېدو مخکې به له دغه هېواده په بېړه د بهرنیو ځواکونو وتل به ناسم کار وي.
هغه ویلي دي:«ما تېرو دوو لس ییزو کې تل ټینګار کړی دی چې د افغانستان منازعه له پوځي لارې نه هواریږي، یوازینۍ حل لاره سیاسي هوکړه ده چې د افغانستان ټولې سیاسي خواوې په کې شاملې وي.»
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر استازی وايي چې افغان پلاوی به سبا له عمران خان سره وګوري.