طوفان هریرود د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په نهم پړاو کې خپله دویمه لوبه نن چهارشنبې (د تلې په ۹مه) د موج های امو په وړاندې وګټله.
د طوفان هریرود لوبډلې ۴ - ۱ پایلې سره موج های امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې ترتیب سره د دغه لیګ بل پړاو ته یې لار پيدا کړه.
ټاکل شوې ده چې د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په لړ کې سبا د پلازمېنې استازې لوبډله شاهین اسمايي د عقابان هندوکش په وړاندې ډګر ته ورودانګي.
دا سیالۍ د تېرې اوونۍ په پنجشنبې په ورځ پیل او تراوسه د دغه لیګ پنځه لوبې ترسره شوې دي.