Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې له جګړې د زیانمنو ښځو غونډه؛ لاسته راوړنې دې قرباني نه شي

په لسګونه هغه ښځې چې په جګړه کې یې خپل خاوندان او پلرونه له لاسه ورکړي دي، نن شنبې (د لړم په ۱۰مه)په هرات ښار کې په یوې غونډه کې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د قربانیانو د کورنیو غړو ته د پاملرنې غوښتونکي شول.
 
د جګړې د قربانیانو دا کورنۍ خپل ژوند ستونزمن بولي او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر ساتلو ټینګار کوي.

د ملي اردو د وژل شوي افسر مېرمن سکینه خلیل وايي:«د خاوند له شهادت څخه مې مخکې دولت هغه ته هره ورځ زنګ واهه چې دندې ته ولاړ شه، خو د هغه له شهادت وروسته وهېر کړل شو.»

د وژل شوي حکومتي کارکوونکي لور سهیلا هم وویل:«هغه شهیدان چې زړونه یې د هېواد د خدمت او بریا لپاره ټوپونه وهي، باید هغوی کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وشي او هڅه وکړي چې د هغوی اولادونه له پرمختګ او ترقۍ څخه پاتې نه شي.»

دا مېرمنې او نجونو د حکومت او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو  له منځه تلو ته اندېښمنې دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی سکینه حسیني څرګندوي:«ډېرې اندېښمنې یوو؛ د دې لپاره چې له بده مرغه لومړی بهیر روڼ نه دی او دویم چې د مېز په چاپېر د ښځو شمېر کم دی او درېیم دا چې ښځې د خبرو اترو په لومړیتوب کې نه دي.»

د هرات اوسېدونکی سهیلا صبري هم وايي:«له دولت څخه زموږ غوښتنه د لاسته راوړنو ساتل او دوام دی او په واقعیت کې په مذاکراتو کې د ښځو د حق او حقونو نه قرباني کېدل دي.»

د هرات ځايي چارواکي وایي چې له طالبانو سره به مذاکراتو کې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه سرې کرښې دي.

د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده څرګندوي:«له بده مرغه ځينو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. موږ هیله لرو چې مقابل لوری خپل ښه نیت ثابت کړي.»

په داسې حال کې چې د جګړې د قربانیانو دا کورنۍ د سولې په مذاکراتو کې د وژل شويو سرتېرو او ملکیانو د حقونو پر ساتلونو ټينګار کوي چې د هېواد په نږدې ۳۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده او دا جګړه هره ورځ درنه مرګ ژوبله اړوي.

شریک یي کړئ