Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: د بدخشان جرم کې ۱۲ سرتېرو ژوند بایللی

یوه سرچینه د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې د ۱۲ سیمه ییزو پولیسو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

دغه سرچینه نن(سې شنبې د لړم په ۲۷مه نېټه) زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د جرم ولسوالۍ پل کیبلي سیمه کې بریدونه وکړل.

د سرچینې په خبره، وژل شویو کې د دغو ځواکونو قومندان، سیدعمر هم شامل دی.

سرچینه همداراز وايي چې نښته کې د سیمه ییزو ځواکونو لس غړي ټپیان شوي او څلور تنه یې د طالبانو په لاس اسیر شوي دي.

په همدې حال کې د بدخشان د پولیسو چارواکي نښته کې لسو سیمه ییزو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل مني او وایي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی.

د سرچینې په وینا طالبانو د افغان ځواکونو دوه ټانکونه هم سوځولي دي او تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي

شریک یي کړئ