Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م عدالت ته تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو د لاسرسي ښه‌والی غواړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر موندنې ښیې چې، افغان ښځو او نجونې دافغانستان د قضا یې سیستم د تاوتریخوالي د جرمونوعدالت ته د لاسرسي په برخه کې پاتې راغلي دي.

 د "د ښځو او انجونو په وړاندې د تاو تریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې" تر عنوان لاندې دغه راپور د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې، هغوی ته د عدلي سیستم ځواب او همدارنګه د دې پیښو قربانیانو ته د رسیدنې هغه قضیې ارزوي چې د ۲۰۱۸ له سپتمبر څخه د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ یې راپور ورکړل شوی دی .

راپور کې راغلي، د دې ټکي په تایید سره چې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالیو قضیو ته د قضایی سیسټم رسیدګۍ بهبود موندلی، خو پر مختګ محدود دی.

د راپور موندنې ښیې چې له راپور شویو جرمونو څخه یوازې نیمایي یې ابتدایه محکمې ته رسېدلي او د ټولومستندو قضیو د مرتکبینو شاوخوا ۴۰ سلنه محکوم شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز وايي:«‎ښکاره واقعیت دا دی چې ډیری ښځې او نجونې لاهم د هغه تاوتریخوالي عدالت نشي لیدلی چې دوی یې تجربه کوي، او له جزا معافیت لاهم په عام ډول پاتې دی.»

د راپور پر بنسټ په هغو قضیو کې چې د یوناما له خوا مستند شوي، له هرو پنځو ښځو څخه یوې یې پریکړه کړې چې د عدلي چینلونو له لارې خپله قضیه تعقیب نه کړي یا یې شکایت نه دی درج کړی یا یې هم خپل شکایت وروسته بیرته اخیستی.

یوناما ویلي دي چې په داسې قضیو کې د دولتي چارواکو لخوا د جرمونو د تعقیب په برخه کې د پاتې راتللو کچه خواشینونکې ده، په ځانګړي ډول د ماشومانو واده په قضیو کې ځکه امکان نلري چې قربانیان په خپلواک ډول  سیستم ته لاره پیدا کړي.

د یوناما راپور په ګوته کوي چې څومره ښځې د تاوتریخوالي له امله په ځان سوزونې یا ځان وژنې لاس پورې کوي، دوی وړاندیز کوي چې دوی احساس کوي قضایی سیستم د ژغورنې لپاره ریښتینی لاره نه وړاندې کوي.

دغه رپوټ له ښځو او نجونو سره د عدلي او قضایي سیستم د چلند په اړه ګڼې اندیښنې راپورته کړې دي، لکه د "ناموسي وژنو " د محکومیت د کچې ټیټوالی چې دغه کچه د ۵۱ سلنې غیر ناموسې قتلونو د کچې په پرتله یواځې ۲۳ سلنه جوړوي.

 نور مسایل چې په راپور کې راغلي د جنسي  تېریو قضایاو ته درسیدګي پیچلتیا او له کوره د تیښتې له کبله د ښځو د توقیف دوام شامل دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنراستازې، فیونا فریزر څرګندوي:«‎په وار وار، عدلي قضایي سیستم له تاوتریخوالي سره مخامخ شویو کسانو ته د کار پرځای هغوی بیا له قرباني کیدو سره مخامخ کړیدي .دغه حالت باید ودرول شي. جدي ګامونو ته باید دوام ورکړل شي، چې ښځې او نجونې وکړای شي عدالت ته لاسرسی پیدا کړي او دا ډاډ رامنځ ته شي چې د عدلي سیستم لخوا له دوی سره په درناوي چلند کیږي.»

یوناما د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په قانون کې دا صلاحاتو غوښتنه کوي چې چارواکو ته په قانون کې د راغلو ټولو جرایمو د پلټنې او تعقیب واک ورپه برخه او د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي جرایمو ته بنسټیزه ځواب ورکوونه پیاوړې کړي.

د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په لړ کې چې د نوامبر له ۲۵مې پیل او د ډسمبر د میاشتې ترلسمې دوام کوي، په افغانستان کې ملګري ملتونه په ټولو غږ کوي ـ ملي، ولایتي او سیمه ییز چارواکي، د ټولنې مشران او دیني عالمان او انفرادي افغانان - چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاتریخوالي دمخنیوي هڅې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې له تاوتریخوالي سره د مخامخ شویو نجونو او ښځو ته د ځواب لپاره عدلي نظام لږ پرمختګ کړی دی

شریک یي کړئ