ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو ته اجازه ورکړې څو د راتلونکو درېیو میاشتو لپآره د دغه هېواد اټومي فعالیتونه وڅاري.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافیل ګروسي وايي، ایران په لویدیځ د خپل فشار ساتلو لپاره د خپلو اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو پلټونکو لاسرسی څه ناڅه محدودوي.
هغه تهران ته له یوه بیړني سفر وروسته زیاته کړې چې که څه هم د ایران حکومت د اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو پلټونکو لاسرسی نه دی بند کړی، خو د څار موده یې درې میاشتې غځولې ده.
نوموړی بیانوي:«زما او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هیله دا ده چې چې وکولی شو هغه حالت چې ناسم و، تثبیت کړو. زما په اند له د ایران نوې هوکړه دا زمینه برابروي چې بېلابېلو برخو کې سیاسي خبري اترې ترسره شي او مهمه دا چې د حالت له خرابېدو مخنیوی وشي.»
د ایران پارلمان د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی چې د نړیوالو لخوا د بندیزونو نه لیري کولو په ځواب کې خپل اټومي فعالیتونه زیات او د نړیوالو څارونکو فعالیتونه محدود کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف وايي:«دا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یو مهلت نه دی. دا یو مهلت نه دی، دا د ایران پارلمان او حکومت ترمنځ کورنۍ موضوع ده. موږ یوه ډموکراسي لرو. موږ هغه قوانین چې پارلمان یې تصویبوي، عملي کړو.»
که څه هم ایران هوکړه کړې چې د پلټونکو ته به د درېیو میاشتو لپاره د څار اجازه ورکړي، خو تهران وايي دغه پلاوی وروسته له دې اجازه نلري چې د امنیتي کمرو له ویډیوګانو استفاده وکړي.