تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د کب په ۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو ۶۴ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ د کوویډ۱۹ ناروغ مړی شوی دی.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره او ۷۰۷ ته ورسید چې له ډلې یې ۳ زره، ۹۷۹ یې فعالې دي.
همداراز تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۴۴۳ تنه مړه شوي دي.
تازه پېښې ۱ کابل، ۲ هرات، ۳کندهار، ۱ بلخ، ۲ کندز، ۱ نیمروز او ۱ هم په کاپیسا ولایت کې ثبت شوې دي.