د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، که چېرې د طالبانو مشر ملا هبت الله په راتلوونکې میاشت کې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي، ولسمشر غني به هم په دغې غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلي ستانکزي چې د مسکو د دوه ورځې مخکې غونډې په هکله معلومات ورکاوه، د دغې غونډې پایله یې ګټوره وبلله:«هلته باید پر اساساتو کار وشي. دا چې بنسټونه څه وي او څه ډول مخته یوړلی شي.»
معصوم ستانکزی که څه هم د ترکیې د استانبول غونډه د سولې بهیر د چټکتیا لپاره مهمه ګڼي؛ خو وایي چې ټول مسایل به په دې غونډه کې حل نه شي.
د هېواد د سولې مذاکراتو دغه مخکښ مرکچي پر دې باور دی چې باید په هېواد کې داسې نظام رامنځته شي چې خلک په کې د انتخاب حق ولري او د بیان آزادۍ په کې وي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی زیاتوي:«دا له وخت څخه مخکې ده چې ووایوو کومه نسخه او کوم فارمول د دې لپاره چې د لنډمهالي حکومت شوقیان هم ډېر دي؛ خو بنسټ دا دی چې موږ باید تداوم ولرو.»
بل خوا د مشرانو جرګې لومړی مرستیال او د مسکو غونډې یو ګډونوال وایي چې طالبانو په دې غونډه کې د اوربند غوښتنه رد کړه او هغوی سولې ته د خپلو ګټو له درېڅې ګوري.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار څرګندوي:«له بده مرغه زما لید دا و چې طالبانو له څو تونونو یو مطلب وړاندې کړ.»
د مسکو غونډه دوه ورځې مخکې جوړه شوه. په دغې غونډه کې، د امریکا، چین، پاکستان، ترکیې، قطر استازو او د افغانستان سیاستوالو او همدارنګه د طالبانو استازو حضور درلود. د دغې غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک صادر شو او په هغې کې د سولې بهیر پر چټکتیا او د اسلامي امارت پر نه منل کېدو ټينګار وشو.
بل خوا زلمی خلیل زاد تاییدوي چې د استانبول غونډه به د راتلونکې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې جوړه شي.