Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره نوي استازي ته اړتیا نشته

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له خوا نوي استازي معرفي کېدو ته اړتیا نشته.

ښاغلی ستانکزی طلوع‌نیوز ته وايي چې اوسنی نظام ځواکمن او پیاوړی دی او د افغانستان په تړاو غونډو کې باید یوازې د سرپرست حکومت استازی حضور ولري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې هکله څرګنده کړه:«د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په هغو شرایطو کې ټاکل کېږي چې په یوه هېواد کې کړکېچن حالت وي، ستونزه وي؛ خو په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته، او ورته مهال دلته د یوناما دفتر شتون لري، د ملګرو ملتونو استازی شتون لري، هغوی هم په سیاست او هم د بشري مرستو په برخو کې له موږ سره همکار دي. په دغه وخت کې موږ بل ځانګړي استازي ته اړتیا نه‌وینو چې له هغې بله ستونزه جوړه شي.»

ښاغلی ستانکزی دغه راز ټينګار کوي چې ځيني څېرې هڅه کوي چې د حکومتولۍ په برخه کې د اسلامي امارت مسوولیت کمزوری وښيي.

شېرمحمد عباس ستانکزی وايي:«ځينې وختونه په ځينو کنفرانسونو کې د دې لپاره چې زموږ مسوولیت کمزوری وښيي، ځينې کسان چې نامسووله دي او په افغانستان کې هېڅ مسوولیت او هېڅ ملاتړ نه‌لري او نه د افغانستان خلک له هغوی سره دي، ځينې کسان رابولي چې هلته شخړه او ستونزه رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو ځيني شنوونکي په افغانستان کې د یوناما د فعالیت او د افغانستان په تړاو غونډو کې د سیاسي څېرو او مدني فعالانو د ګډون په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې هکله وویل:«دا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له واکونو څخه دی که‌چېرې هېڅ هېواد له دغې موضوع سره هوکړه ونه‌کړي، بالاخره هغه صلاحیت لري چې دغه کار ترسره کړي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی رشید قطب‌زاده هم وايي:«په یوې نړۍواله غونډه کې د یوه ملت په استازیتوب د یوه استازي ګومارل یوه ډېره حساسه موضوع‌ ده. که‌چېرې دا دیوه سم میکانیزم له لارې ترسره نه‌شي، څرګنده ده چې دغه موضوع به ځينې حساسیتونه له ځان سره ولري.»  

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دغه راز وایي چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د اسلامي امارت د غوښتنو د نه‌منل کېدو له امله د دوحې په غونډه کې چې د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شوې وه، ګډون ونه‌کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه